Thursday, 22/11/2018
ãÇÆæیÓÊ åÇی ÇÝÛÇäÓÊÇä 6 ÌÏی ÓÇáÑæÒ ÊÌÇæÒÓæÓیÇá- ÇãÑیÇáیÒã ÔæÑæی ÈÑ ÇÝÛÇäÓÊÇä ÑÇ ãÇääÏ 7 ǘÊÈÑ ã͘æã ãی˜ääÏ
پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷
ÓیÇÓی
خاين څوك دى، مبارز كوم كس دى؟

 

 

 

 

 

 

 

 


سمه ده چې تاسو پخواني کسان یاست او څو لسیزې مو کار کړی دی، خو له دې ټولو سره سره کله چې احمقانه کار وکړی او چرندیات ووایئ، خلک به تاسو ونه بخښي.

ملګری مائو

 

 

خاين څوك دى او مبارز چا ته ویلی شوو؟

 

د غربي جنايتكارانو په وسيله د هیوادنیواک سره،له يوې خوا مزدورو تكنوكراتانو چې له كلونو راهيسې د همدې ورځې لپاره روزل شوي وو او د هیوادپلورونکو جاسوسانو د تجمع د مرکز په توګه د مدني ټولنې د بنسټونو په جوړولو سره یې دنده لرله چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې اړین شتون او د هیواد د سیاسي خپلواکۍ بى معناتوب تيوريزه كړي او په پايله كې د هیواد نیواک او د مدرنې ټولنې سره د افغانستان یوځای کیدل یو بی ساری موهبت تبلیغ کړي، په ډیره لیوالتیا سره د تیري کوونکو پښو ته یې ګلونه وشیندل او دا چې نړیوالو دوستانو په مستقیم ډول افغانستان د خپلې واکمنتیا لاندې ونیو او نور نو دې دوستانو په ځانګړي توګه امریکا او سی آی ای ته د هغوې د پیژندګلوي لپاره د پاکستان او آى اس آى ضرورت نه لیدل کیده، دا يې افغانانو ته لوى جشن وګڼو او يو بل ته تبریکي او مبارکي وویل. په هېواد باندې د تيري دا شور او زوږ په داسې ډول ولمانځل شو چې ګویا نور د خاين او هیوادپلورنکو اصطلاحګانې کلونه مخکې د دې ځای له سیاسي فرهنګ څخه جراحي شوي او د هیواد پالنې اصطلاح نوره ایدئولوژیکه او ننګینه ګڼل کیږي. له بل پلوه بنسټ پال او نابنسټپاله جهادي مزدورانو چې له دیرش کالو راپدیخوا د لودیځوالو سره په جوړجاړي او غوړه مالي او مزدوري کې خپل وخت تیره و، د سپتمبر له یولسمې وروسته د میلمستیاو په بلنې، راپور ورکونې او راپور اخیستنې، فنډ اخیستلو، کنفرانسونو او سیمینارونو کې په مستقیم ډول د نیواکګرو ولینعمتانو شاګردۍته کیناستل او له هغوې سره هومره غاړه غړی شول چې ګویا د یوې کورنۍ غړي دي او په خپل منځ کې هيڅ څه د پټولو لپاره نلري. نو د خاين او هیوادپلورونكي اصطلاح چې هیڅکله دوې ته کومه معنی نلري د دې ډول اړیکو سره لا بی معنی او د اسلام آباد څخه واشنګټن ته د اقتدا د ځایګی د بدلولو له کبله دوی په عجیبه توګه خوشالې کې ډوب او د چټلې ږیرې او پکول د پریښودو پر ځای په دریشي او نکټايي کې تر غاړې پورې پټ شول.

د خلکو دموكراتيك ګوند پاتې شونو چې كلونه كلونه يې هیوادپلورنه د شوروي سوسيال امپرياليزم په لمنه كې زده او په مزدورۍ کې نړیوال نوم لري، نن بی له کوم ننګه، چپ او راست د همغه طلايي روزګار څخه چې ټولو شکر کوپون لرو!! یادونه کوي؛ په بلااستثنا توګه د ټولو اصلي درد دا دی چې ولې نړېوالې ټولنې دا كادرونه عاق كړي او مزدوري ته یې نه ګماري. دې ناوړو هیره کړی كه چېرې د دوې له لاسه کوم کار کیدی، نو خپل او د سوسیال امپریالیزم برخلیک به یې په دې ډول پای ته نه وی رسولې؛ له بلې خوا د نړیوالې ټولنې سرجاسوسان او پوځي او استخباراتي کادرونه په دې ښه پوهیږي، کله چې نن دا ناوړې د ګوتې په اشارې سره، پر هغه څه چې پرون یې وکړل، چټلي شیندي او ډیری یې په ډیر ویاړ سره په تراویح کې د سبحان ملک القدوس د تسبیح د پنځه ځله تکرارولو دنده په غاړه اخلي، نو هغوې ته به کوم مهم كار سرته ورسوي. خو د دې ټولو ګیلو سره سره ځینې یې چې ښه استخباراتي سابقه درلودلې، اوس په آبرومندانه مقاماتو کې دنده تر سره کوي او د نړیوالې ټولنې توجه له ځان سره لري او د جاسوسۍپاکې دندې ته ادامه ورکوي. ځكه چې د دوې شرف د تمویل په ګرو کې دی او په مقررۍ سره فاضله مدینې ته رسیږي، د ملګرو زرهاو درودونه او مبارکي تر لاسه کوي که دا دنده یو څه مهمه وي د ګلونو له ګیډې سره یې هرکلی کیږي او خوار ملګري دلده او حلوا صدقه ورکوي چې یوه ورځ له دې طریق څخه به هغوې ته هم یوڅه وڅڅیږي. د دې طیف په منځ کې هم د خاين کلمه لاره او ځای نلري، ځكه چې په لس كلن اشغال كې، د دوې د هر یو وجدان او ضمير داسې د هیوادپلورنې صیقل خوړلی كه چېرې د سیا، موساد او یا د انټلجنس سرويس کارت په ښکاره ډول غاړه كې وځړوي، نه یوازې دا چې د ملګرو د اعتراض سره نه مخامخ کیږي، چې نور هم د دې ډول نوم لیکنې لپاره لیکه جوړوي او دې ډول عنایت ته د هغې د رسیدلو له امله د حسادت احساس کوي. علومي د استاد پښو ته ولیږي او ګلابزوى په وياړ سره په تلويزيونونو کې یادوي چې يوه ورځ ورته آمر صاحب تيلفوني ويلي وو چې زمونږ موخه يوه ده او نور ملګري د ژورې اغیزې لاندې راولي. رباني او هغه آمر صاحب چې يوه ورځ د دوې جنايتكارو نامردو لسګونه ملګري ووژل او اوس دا بيشرفان، دا ډول د خپلو همفکرانو په وينو چټلي شیندي، نو د خاین اصطلاح باید دوې ته بی معنی وي.

د اتو كالو راپدیخوا چې نیواکګر ځواکونه هره ورځ زمونږ د بیوزله ولسونو لسګونه تن وژني او په ټول هېواد كې ۲۴ امریکایي زندانونه زمونږ په بی ګناه هیوادوالو ډک دي، اوس نو زمونږ وروسته پاتې افغانان هم دې پایلې ته رسیدلي دي چې هیواد یې اشغال شوی او نړیواله ټولنه له یو شمیر ويني څښونكي امپرياليستانو پرته بل څه نه ده؛ خو د مدني ټولنې سپك تكنوكراتان، بنسټپاله روڼ اندي، دموكراتیکییان او زیات شمیر هیوادپلورنکي مطبوعاتیان، په رسنیو کې نه یوازې د هیواد نیواک ته اشاره نلري، بلكې په هیواد کې په ډېره شرمندګۍ د ((نړېوالې ټولنې)) د شتون په اړتیا ټینګار کوي چې لا ښه او په زیاته کچه زمونږ د هیوادوالو وینه توی شي او په خپله نمبرې واخلي.

د بن كنفرانس له جوړیدو او د مزدور دولت لخوا د ګوندونو د رسمیت د فرمان د صادرولو وروسته، هر طیف او ډول ډول کسانو لکه ملخانو او میګانو د عدلیې وزارت په درشل کې لیکه جوړ کړه؛ ځینې په دې نيت چې د دې لارې د نړېوالې ټولنې د مشرانو د ګوتې د سر باښه شي، ځینې د قدرت پوړیو ته د رسیدلو او ځينو د پيسو پيدا كولو پخاطر، سرونه دې آخور كې دننه كړل او ډېر ژر ۱۰۸ ګوندونه چې هر يو عدلیې وزارت ته د خپلو ۷۰۰ تنو رهبري او عادي غړو عكسونو، نومونو او تذكرې د نمبر په سپارلو سره چې یو نقل یې د ملی امنیت ریاست ته لیږل کیږي، ثبت او راجستر شول. د دې ګوندونو رهبران چې اخواني، جهادي، خلقي، پرچمي او یا منحرف شعله یان وو؛ د دې کار سره د هیواد پر نیواک، مزدور دولت او له اسارت ډک اساسي قانون چې د سیاف او خلیلزاد په منلو سره تصویب شوی و، د رسمیت مهر ووهو. پدې رهبرانو باندې له دې كبله باید په رښتیا هم د خاین نوم کیښودل شي. له دوې څخه ځينې چې یو څه روڼ اندي وو، سربیره پر دې چې د امریکايي موسسې NDI (نشنل دموکراتیک انستیتوت) د جاسوسانو د ګوندي زده کړو په کورسونو کې په شرمندګۍ سره شاګردۍ ته کیناستل، د نړېوالو دوستانو په مشوره چې په تحکم سره یې ویلي وو: که د یو بل سره متحد نشی نو له زمونږ څخه د پیسو د مرستې تمه مه لری!! دملي جبهې، ملي دموکرات جبهې او د همدې شان جبهو په جوړولو پیل وکړ چې وروسته له دریوزګۍ څخه د نه چاقیدو له کلبه له منځه لاړی. په دې ترڅ كې منحرف او مډال اخیستونکي کیڼ د نورو په پرتله په زغرده دې شرمندګۍ ته تن وركړ او د پانګوالۍ جاسوسانو غوښتنې ته په لبيك ویلو او د ډالرو لاسته راوړلو لپاره یې د مجيد، رستاخيز، محسن، مينا، داوود او د نورو زرګونو شعله یيا نو وينې تر پښو لاندې كړی. كله چې خلقي ـ پرچمي هیوادپلورونکو پدې اتحاد کې دا شعله يان په خپل لاس کې د موم غوندې ولیدل او په عمل كې پوه شول چې څرنګه د نيواكګرو په وړاندې مطیع او بی ژبې دي، د واحد ګوند وړاندیز یې ورته وکړ، په دې ډول يې شعله اي غرور برباد کړ او په دې کار سره د تير باران شوي شعله يانو روح په نامعلومو ګورونو کې سخت وځوراوه. خو دا چې د پلوراليزم او كثرت پالنې ممثلان پدې اتحاد كې د پيسو خاوندان شول او كه نه؛ هغوې په خپله پوهيږي، ځكه چې د دوې په تشكيلاتو كې یوازې مالي مسئلې پټه ده. له دې كبله د پاکو صفوفو په خاصه توګه د ځوانانو او ځلمكيو د بې باوري يو علت پدې كې دى چې د خپلو رهبرانو د پيسو پيدا كولو په طلسم او څرنګوالي باندې نه پوهيږي او منطقا دې کار شکمن کړي دي، ډیرې ناویلې ورته لاینحل پاتې کیږي او ورو ورو خپل اعتماد له لاسه ورکوي، اوس نو دا د انقلابیانو په ځانګړي ډول د انقلابي ځوانانو دنده ده چې فکر وکړي او هیڅ ډول تحکم ونه مني په ارزونې لاس پورې کړي چې آیا دا ډول رهبران خاین دي یا هغه كسان چې دا رهبران انقلابي اصولو ته په شا کولو محكوموي؟ دا چې اخوانيان، خلقيان، پرچمیان او تكنوكراتان په افغانستان کې د تیري د میخ د کلکولو کوښښ لري، هیڅوک له هغوې ګیله او انتقاد نلري، ځکه چې د افغانستان خلكو د ديرشو كالو په بهير كې دا خلك ازمويلي او پيژندلي دي، د دوې هیوادپلورنه، مزدوري، وژنه او لوټماري د هيڅ افغان له سترګو پټ ندي. خو زيات شمېر افغانان پدې باور دي چې شعله يان، وطندوست او نه تسليميدونكي کسان دي او تل د خپلو خلكو تر څنګ ودریدلي دی، د افغانستان د پرګنو د ګټو څخه دفاع کوي او اکثریت یې د هیواد پلورنې مهر (له یو شمیر معدودو کسانو پرته) پر خپل تندي نلري. اكرم ياري، ډاكټر فيض احمد، مجيد، محمود يان، قيوم رهبر، لهيب رستا خيز، مينا او د دې غورځنګ نور رهبران د هېواد په هر ګوټ کې د خلکو په زړونو کې ځای لري او د افغانستان د خلكو په نسبت يو ذره خيانت د هغوى څخه ليدل شوى ندى او بالاخره ټول پوهیږي چې په زرګونو شعله يانو د خپل ټاټوبي د آزادۍ او خپلواکۍ په خاطر ځانونه قربان كړيدي، خو د ځينو انحراف چې دې غورځنګ پورې منصوب دي او په دې کلونو کې خپل سرونه پر امپریالیستي ابزارو ایښودلي دي، د خلکو زړونه څه چې آن د دې غورځنګ د سترو شهیدانو د کورنيو د پاتې شونو روح هم ځورولی دی (هیله من یوو چې يوه ورځ د دې غورځنګ د شهيدانو د كورنيو سره د دې تشکلاتو د مرستې په اړه نظر غوښتنه لاسته راوړ، هغه تشکلات چې د هغوې د نوم په کارولو سره ملیونر شوي دي). کله چې خلكو وليدل چې د دې غورځنګ هسكه غاړه د نیواکګرو بیرغونو ته ټیټیږي او د شعله یانو د سترو وياړونو پر غاړه ننګینه زندۍ راتاویږي او د يوناما دروازه (زمونږ په هیواد کې د ښکیلاکي پیاوړتیا او پراختیا مهم افزار) د پرګنو د خلاصون مرجع ګڼل كيږي او زیارکښان دې ستم کاږي او د كارګر د سترې ورځ (چې د نړېوال انقلابي غورځنګ سمبول دى)د لمانځنې پر ځای د ((حقوق بشر)) ورځ (د بورژوازي ستره ابداع د دې نظام د رذالتونو او جنایتونو د پټولو په موخه) لمانځي، هغه د زياركښانو غوښتنو ته شاه کول او د شعله ای غورځنګ د ویاړونو تر پښو لاندې کول ګڼي او دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا پورتني مسایل د دې لپاره چې خاين څوك دى او مبارز چا ته ویلی شوو، د ارزونې تر ټولو غوره ځانګړنه او معیار نه دی؟ دا قضاوت په ځانګړي ډول د انقلابي ځوانانو دنده ده چې په پیاوړي مټو او په خوځنده مغزونو، د پرولتاریايي انقلاب بریالی بیرغ به همدا سبا د آزادګۍ پر لوړو څوکو ورپوي.

د ټولې زيار ګالنې سره چې دا مذبذبه روڼ اندي د نيواك د ميخ د ټينګولو لپاره تر سره كوي او امريكايي دموكراسي تمثيلوي، نيواكګري هم ورته موټې تش نه پریږدي، راز راز امتيازونه ورته وركوي؛ ځكه نور ټول پدې پوهيږي چې اوسنۍ نړۍ د راكړې وركړې نړۍ ده او هيڅ پيشكه د خداې لپاره موږك نه نيسي؛ نو ورته انجوګانې رسمي كوي او په بیدریغه پیسو یې نازوي، لويې كنسولې آسانتياوې ورته برابروي، اولادونو ته تحصيلي بورسونه ډالۍ كوي، په پيسې راوړنكو پروژو كې يې ډوبوي، په معتبرو رسنيو كې ورته تبليغ كوي، د ميړانې په لسګونه مډالونه ورته په غاړو كې اچوي، په ستاينې كې ورته كتاب ليكي، فلم جوړوي او غټې جايزې وركوي او په دغو سوغاتونو او وسيلو نړېوالو ته ښيي چې په افغانستان كې د راز راز او بيلابيلو ايډئولوژيګانو دوستان هم لري چې اوس په ډېره آسانۍ سره کولای شي شعله يان چې پرونه پورې ډير تند خويه او تندويونكي وو هم چپه کړي. ځكه چې له دغه افزارو څخه يو يې هم، د هيواد د خلاصون په خدمت كې نه بلكې د اسارت عمر يې لا اوږدوي او ملګري مائو په دې اړه څومره په څرګند ډول وايي چې ((بورژوازي مطمئنا خلك فاسدوي او هغوې په خوږجنو مردکیو ولي. د بورژوازي خوږجن مردكي په دوه ډوله دي، مادي او معنوي)) دلته خوږجن مردكي عبارت دي له انجو، مډال، توصيفي فلمونه، بورس، جايزه، په ټاكنو كې ګډون او ويزه چې د دغو ((اوه ګونو بلاو)) له طريقه بورژوازي لمړې انقلابيان ځان ته ګونډو كولو او تسليمي ته اړ باسي او وروسته بيا له دې طريقه د پرګنو خوا ته درومي. نو دلته د خاين او د غير خاين تر منځ پوله اظهر من الشمس ده، هر ځوان چې حتى نيمه آګاهي هم ولري بايد پدې پوه شي چې هر څوك چې د بورژوازي د دې افزارو په لومه كې ځان ښكيل كړي او د نيواك د كمرنګولو لپاره لاسوهنه عنوان كړي، بې له شكه چې د بورژوازي د دې ډول امتيازونو څخه برخمن كيدې شي. خو وروسته كله چې د غړو تر منځ د دې رسوايي لګن له بلې راغورځيږي او د لاسوهنې نكريزې خپل رنګ له لاسه وركوي او له تبرئې پرته كومه لاره نه پاتې كيږي، نو بايد د لاسوهنې له اعتقاد څخه منكر شي. خو بيا دا پوښتنه مطرح کیږي چې ولې د نيواك په دې څو كلونو كې چې له كبله يې زياتې وينې تويې شوى، داسې باور ته نه وو رسيدلي او اوس دې ډول كشف ته رسيدلي دي، داسې ښكاري چې ښايي د ځينو خاصو پروژو پای ته رسیدل په کې خپل رول لرلې وي، ځكه چې د بورژوازي افزار د دې ډول تشكلاتو دريځ تلي.

دوې په خپل خام ګمان فكر كوي چې غلي ځوانان چې په زړه كې زرګونه ناويلې لري، به دا ښكرور درواغ ومني او د تيري په ويلو سره به خپل ګريوان له سوال كونكو او د شكاكو ځوانانو له منګلو څخه چې نور نو هيڅ ژبه هغوې افسون كولاې نشي، خوشې كړي او د هغوې قناعت به حاصل كړي!!

د پورتنيو څرګندونو په پام كې نيولو او د یوه ساده قضاوت سره، دا پوله چې څوك ((خاين)) او څوك مبارز دى روښانه كيږي؛ كه د دې افزارو خاوندان خپلو مخالفينو ته خاين ووايي، د سعدي د همغې مطايبې سره ورته ولري چې ويل يې: ... عاقلان دانند! خوآيا شته داسې دګم او متحجر ځوانان او ځلميان چې له تعقل څخه كار وانخلي او د ((خاين)) تور د هغو كسانو له خوا چې په خپله يې د بورژوازي د امكاناتو په توبره كې سر دننه كړى د هغو انقلابيانو په اړه ومني چې د دې ناوړ افزارو پر ضد دي او د انقلاب څخه د دفاع او د امپرياليزم سره د مبارزې پر ليكه ودريدلي دي؟ كه دا ځوانان د ځينې مادي ستونزو پخاطر د دې ډول چرندياتو په وړاندې په ښكاره توګه دريځ نشي نيولې، خو ډير ژر په بل ځاى كې څرګندوي چې دا ډول درواغ قطعا نه مني. دا ځوانان نبايد له دې زيات خپل سپيڅلى ضمير او انقلابي روح د هغو په چټلفكري كې ډوب كړي چې د بورژوازي او پرولتاريا تر منځ د تضاد پولې باندې ملنډې وهي او ظاهرا په شعله ايي دريځ سره د انقلابيانو د دريځ د كمزور كولو او د نيواكګرې بورژوازۍ پښو ته د پرولتاريا د سر ټيټولو په لټه كې دي. مائو يو وخت پوښتلي وو: پر چا باندې بايد تكيه وكړو، په كارګرې طبقې يا بورژوازي؟ نو دا جوهر لرونكي انقلابي ځوانان بايد ډير ژر د مائوتسه دون دا پوښتنه تكرار كړي چې آيا د بورژوازي پر ابزارو تكيه كول بالاخره د پرولتاريا سره خيانت نه دى؟ او نبايد د دې كږليچونو څخه د ژغورنې لاره پيدا كړي؟ ځكه چې دا تشكلات د انجوپاله سياست سره هڅه كوي چې انقلابي ځوانان د انجوګانو په داسې سرټيټو مامورانو بدل كړي چې نور د پرولتاريا نوم او د بورژوازي سره مبارزه يې په ضميرونو كې پاتې نشي او په پرله پسې توګه دا ډول تشکلات د كمونيستي غورځنګ سره د روڼ اندو د ليوالتيا او علاقې د نشتوالي څخه خبرې كوي څو ځوانان په ماموريتي قفسونو كې مقيد كړي. په داسې حال كې چې د افغانستان د انقلابي سازمان دوه كلنه مبارزاتي تجربه په دې تسليم طلبانه او كركجنې ادعا باندې د بطلان كرښه كاږي، ځكه په عمل كې توانيدلى چې نه يوازې د هغو ځوانانو چې د انقلابي سازمان په تشکیل او انشعاب کې همګام شول، د تئوريكې سطحې او انقلابي پوهې په لوړولو كې جدي هلې ځلې وكړي بلكې لږ تر لږه د انقلابيانو دوه ډلې چې پخوا يې نورو سازمانونو سره كار كاوه، د مرګ او ژوند په ژمنتيا او د امپرياليزم او د منحرفو او مډال اخيستونكو تشكلاتو په وړاندې زمونږ د ښكاره او نه پخلاكيدونكي دريځ په منلو سره، د افغانستان انقلابي سازمان ته جذب كړي.

د دغو ټولو دلايلو پر بنسټ په ډېره آسانۍ كولاى شوو د ((خاين)) او ((مبارز)) تر منځ سرحد روښانه كړو او دا پوښتنه راپورته كړو چې آيا مډال اخيستونكي چې د ځوانانو هسكه او لوړه غاړه د امپرياليزم د ښكيلاكي بيرغ لاندې راټيټوي او بيا په بى شرمۍ سره دا خيانتونه د تضاد څخه د استفادې په مفتو او دروغجنو خبرو تيوريزه كوي، خاين دي يا هغه كسان چې د دې خيانتونو په ضد مبارزه كوي؟ كه چيرې انقلابيان د دې ډول ستراتيژيكو انحرافاتو په وړاندې و نه دريږي او د يو شمير پاكو انقلابيانو د ژغورنې لپاره چې لا تر اوسه په دې انحرافي لاره روان دي، دا انحرافات افشا نكړي او په هر علت چوپتيا غوره كړي، آیا كولاى شي د انقلابي ادعا وكړي؟ انقلابيون باید په دې ټكي پوه شي چې د يو ګوند يا يو سازمان د تشكيلاتي رازونو افشا د هغې د ايډئولوژيكو انحرافاتو د افشا سره ځمكې تر آسمانه فرق لري كه چیرې دا دواړه يو وګڼل شي نو د انقلابي بهيرونو تر منځ تيرې شوې كشالۍ، له بلشويكانو څخه د چين تر كمونيستانو پورې ټول بايد خاينانه وي. زمونږ مبارزه دقيقا د همدغو انحرافاتو په وړاندې ده، بې له دې چې د تشكيلاتي رازونو آن یوه كلمه په كې هم افشا شوي وي، ځكه چې هر انقلابي پدې پوهيږي او دې ته ژمن دى، څرنګه چې خپل تشكيلاتي رازونه باید د تيري كوونكو د ساطور تر لاندې وساتي، د نورو رازونه هم باید په خپله سینه کې ولري او که چیرې یوه وړه خبره هم په ژبه راوړي هغه به خاين او جاسوس وي. پدې توګه افشاګر هغه كسان دي چې د نورو تشكيلاتي، شعري، كورني او آن ولايتي نومونه په سايټونو كې خپروي او په علني اكسيونونو كې د پروژې اخيستلو لپاره، ښځې او سړي واټونو ته راوباسي او په بهرنيو خپرونو كې د عكسونو د چاپولو وياړ يې لاس ته راوړي.

د نيواكګرو او غير نيواكګرو امپرياليستانو څخه د جايزې او مډال اخيستل د هغه څه سره چې انقلابيان په ولسي جګړه كې د امپرياليستانو له تضادونو څخه گټه اخلي، په بشپړه توګه فرق لري او په قطعي توګه د يو بل په مقابل كې واقع کیږي او دا لاطائلات هغه كسان مني چې يا له تضادونو څخه د استفادې په اړه هيڅ پوه نشي او يا پوهيږي، خو د انتقاد شهامت نلري او په سرټيټي دا ټول مني او هيڅكله د ويلو لپاره څه نلري. مائوتسه دون په چين كې د ولسي جګړې په بهير كې، واقعا چې د امپرياليستانو له تضاد څخه ګټه واخيسته؛ نه يوازې هغه، بلكې ستالين د بلشويكانو ستر رهبر هم د دويمې نړېوالې جګړې په جريان كې له يرغلګرو او مدافعو امپرياليستانو له تضاد څخه ګټه واخيسته. خو مائوتسه دون هيڅكله هم له جاپاني نيواكګرو څخه کوم څه وانه خيستل، بلكې د خپل وطن پر خاورې او ناموس باندې يرغلګر ځواکونه د كمونيستانو د وينو په بى پايه سيند كې ډوب كړل. كه چيرې مائو له جاپاني نيواكګرو څخه د ((قهرماني)) مډال او جايزه اخيستې وى، خپل هيواد او ګوند ته خاين نه بلل كيده؟ آيا د هېواد ولسونو يې هغه د يو وطن پلورونكي په توګه مختورې او نه رټو؟ زمونږ د هېواد اوسني نيواكګر څوك دي؟ امريكايان، فرانسويان، ايتاليويان، اسپانيويان يا نور امپرياليستان؟ نو له دغو يرغلګرو څخه مډال اخيستل له دې سره که مثلا مائو هم د یرغلګرو جاپانیانو څخه مډال اخیستی وی، څه فرق لري؟ اساساً د اشغالګرانو او انقلابيانو تر منځ دا د وينې او ایرې څپانده سيند دى چې پوله جوړوي او د پولې هره خوا خپل اتلان لري. زمونږ د هېواد د اوسني اشغالګرانو اتلان اوباما، ضياء الحق، پيوشه، ماركوس، جنرال كريستال، جنرال پتريوس، ګلبدين، ډاكټر عبدالله او هر هغه څوك دى چې مډال يې واخلي، خو د انقلابيانو اتلان چه ګوارا، ګلسرخي، مجيد، اشرف دهقاني، مينا او داسې نور مبارزین دي چې د نيواك او پانګې د هيڅ يو بيرغ لاندې يې جايزه او مډال وانه خيست، بلكې د اشغال د بيرغ څيرولو لپاره یې خپلې وينې د انقلاب نيالګي ته ډالۍ كړى. آيا كه د كيڼ له مدعيانو څخه يو تن، زمونږ د هيواد د نيواكګرو لخوا اتل وټاكل شي او مثلاً د متحده ايالتونو د بيرغ لاندې د زړورتيا مډال واخلي، د چه ګوارا او ګلسرخي په کتار كې ودريږي او كه د مك كريستال يا ډاكټر عبدالله په کتار كې؟ دې پوښتنې ته ځواب، انحراف او غير انحراف په ډاګه كوي. انقلابي ځوانان له دې پرته چې له دغو دوو لارو څخه يوه وټاكي، بله لاره نلري، يا د بورژوازي اتل، يا د پرولتاريا اتل؛ يا بايد د امپرياليستي مډالونو پخاطر د لوټمارانو د سفارتونو درشل ښكل كړي او په انقلابي طرز فكر باندې د بطلان كرښه راوكاږي او يا د ستر اتل چه ګوارا د مبارزې بيرغ چې يوه ورځ د همدې مډال وركونكو لخوا تيرباران شو،پر اوږه كيږدي؛ دلته د هغوې په اند به خاين څوک وي؟

مډال اخيستونكي چې سخت په ربړيدونكي وضعيت كې كلابند شوي دي او زمونږ د هيواد د نيواكګرو څخه د مډال او جايزې اخيستنې څخه دفاع نشي كولى، په هغه انتقاد كونكي چې د پرولتاريايي انقلاب له حريم څخه دفاع خپله دنده ګڼي، له دې پرته چې د ((افشاګر)) نوم پرې كيږدي او د ځوانانو په احساساتو باندې لوبې وكړي، بله لاره نه لري. لاكن دا د دې ځوانانو وجداني دنده ده كه چیرې د بيزو ډوله دنباله روي مخالف دي او درواغ له واقعيت څخه بيلوي، بايد پدې پوې شي چې د دغو بې بنسټو تورونو تر شا ناوړي نيتونه پراته دي او په دې تور سره چې ګواكې ((د دوې د بوټانو بندونه هم افشا شوي دي)) او د ټولې زياتې افشاګرۍ او ((تر ټولو لوى خيانت)) په تورونو سره د دې ناوړي نيت د تر سره كولو لپاره ذهنيتونه چمتو كوي او په دې توګه د خپلو انحرافاتو ګناوې په نورو باندې باروي. خو لكه چې دا ځل داسې يو تشكيلات او انقلابيانو سره مخامخ دي چې د فكري او تشكيلاتي ژور بدلون او د دې انحرافاتو د صادقانه منلو او د هغې د حلولو لپاره دكوښښ پرته بله حربه نلري او هغوې به د انتقاد څخه و نه ژغوري او دا ګواښونه به د دې تشكيلات انقلابي تكل يو ذره هم ټكنى نكړي. ځكه چې له بده مرغه دوى يوازې ايډئولوژيك منحرفان ندي، بلكې دننه هم د ورسته كيدو او له يو بل د بې فرجامه ځپلو سره مخامخ دي او د هيواد د انقلابي غورځنګ تشكلاتو او افرادو ته هم د بورژوازۍ د درشل ښكلونكو په توګه منفور او مطرود دي او ټول په دې شرميږي چې د هغوې نوم د كيڼ په توګه مطرح كړي.

د هر وګړي او جريان په انحرافاتو باندې چې په درواغو ځان انقلابي بولي او ولسونه د انقلاب د ګلشن پر ځاي سراب ته بيايي،ګوته ايښودنه د انقلابيانو دنده ده چې پر انقلابي ايډئولوژي باندې دا ډول پښه ايښودنه د فاكت، دليل او ماركسيستي منطق سره افشا كړي نه دا چې د دوې د ماشومانه ادعا له مخې ((ډونران خبر كړي چې د فلاني تنخوا دې قطع شي))؛ مونږ د يو آګاه تشكل په توګه پدې ښه پوهيږو چې دې ډول كار ته لاس وهل د جاسوسۍ په لومه كې د ښكيل كيدو پرته بل څه نه دي، ځكه زمونږ په اند تر څو چې د انحرافاتو ايډئولوژيكي ريښي په خاصه توګه د بورژوازي سره غاړه غړۍ كيدل و چې نه شي، د تنخواه د قطع كولو لپاره (هغه هم كه څوك پوه شي چې د دوې د رزق سوري چيرې دي) جاسوس وزمه ((شيطاني)) اقدامات د هغوې د انحرافاتو پر مخنيوي هيڅ ډول اغيزه نلري. كه دوې په صداقت سره ووايي چې مونږ ستاسو د انقلاب او ماركسيزم سره كار نه لرو او هر څوك چې له ((نړېوالې ټولنې)) څخه مډال او جايزه وانخلي، ((خاين)) دې هغه وخت به مونږ د هغوې سره كوم بحث او كشاله ونلرو.

واقعي انقلابيان چې هيڅ ډول انحراف ته اجازه نه وركوي څو انقلابي ځوانان سراب ته ويسي، د هر شمال سره نه رپيږي، په باروتو ګواښل په ملنډو نيسي، له هر ډول انحراف څخه د صفوفو د پاك ساتلو په موخه به پر خپل عزم باندې په كلكه ټينګار وكړي، كه چيرې داسې نه وي او د هر ګواښ او ترور له ويرې چوپتيا غوره كړي، په هغه صورت كې به د انقلاب له حريم څخه د دفاع ادعا او د دې ډول انحرافاتو څخه د واټن اخيستلو اصالت څه معنې لرلې شي؟

مرګ پر امپرياليزم

مخ په وړاندې د سوسياليزم په لور

د افغانستان انقلابي سازمان

د تلې مياشت - ۱۳۸۸